په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو د ویجاړولو عملیات پنځمې ورځې ته ورسېدل

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو د پراخو ویجاړولو عملیات پنځمې ورځې ته رسېدلي او تر دې دمه له ۱۲۰۰ څخه ډېر استوګنیز او تجارتي ځایونه ویجاړ سوي دي.
په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو د ویجاړولو عملیات پنځمې ورځې ته ورسېدل

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، له کراچۍ څخه ترلاسه سوي راپورونه ښيي چې د افغان کډوالو د کورونو او دوکانونو د ویجاړولو عملیات اوس هم دوام لري.

د پاکستاني ورځپاڼې «دې نیشن» د دوشنبې په ورځ، د میزان ۲۸مه، راپور ورکړی چې تر اوسه له یو زرو او دوو سوو څخه ډېر استوګنیز او تجارتي واحدونه د افغانانو په استوګن‌ځایونو کې نړول سوي دي. د راپور له مخې، یاده سیمه چې په ۱۹۸۴ زېږدیز کال کې جوړه سوې او شاوخوا ۲۱۵ هکټاره مساحت لري، د زرګونو افغان کډوالو د استوګنې ځای وو، چې ډېری یې د افغانستان د جګړو او ناامنۍ له امله پاکستان ته تللي وو. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، دا عملیات د پاکستان د حکومت د هغه پروګرام برخه ده چې موخه یې د بې‌سندو افغان کډوالو شړل او د دولتي ځمکو بېرته ترلاسه کول دي.

د «مانګهوپیر» د سیمې مرستیال پولیس ویلي، تراوسه د یادې سیمې له اوسېدونکو څخه له ۹۰ سلنې ډېر افغانستان ته ستانه سوي، او تمه ده چې پاتې ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ تنه به هم په راتلونکو ورځو کې دا سیمه پرېږدي. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د بشري حقونو بنسټونو مخکې له دې د پاکستان د چارواکو څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د استوګنځایونو له ویجاړولو وړاندې باید د بدیلو سرپناوو زمینه برابره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه