د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه خپره کړي خبرپاڼه کي ویلي دي، چي د ډبري یوه تاریخي مجسمه د بودي–ګریک په هنري سبک، چي د بودایي دورې اړوند ده، په کاپیسا ولایت کي موندل سوې او د دې ولایت سيمهييز موزیم ته سپارل سوې ده.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو ویلي دي، چي دغه مجسمه د شاوخوا ۲ زره کلونو په لرغونتیا، د کاپیسا امنیې قوماندانۍ د امنیتي ځواکونو له لوري، د کرهتاز په سیمه کي د يو استوګني له کور څخه موندل سوې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسئولینو په خبره، دغه تاریخي اثر د بودایي دورې د یوې ملکې څېره انځوروي، او اوس د کاپیسا په سيمهييز موزیم کي ساتل کېږي، تر څو د تاریخ او لرغوني هنر د کارپوهانو، څېړونکو او د لرغوني تاریخ او هنر مینهوالو لپاره د لاسرسي وړ وګرځي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولینو ټینګار کړی دی، چي د دا ډول لرغونو اثارو موندل او ساتنه، د فرهنګي میراث په خوندي ساتلو او د کاپیسا د لرغوني او بډایه تاریخ په پېژندلو کي مهم رول لري.



