د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو خبر ورکړی چې د دې ولايت د نجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «کلکان» او «غراغَين» په نوم دوې نوې لرغونې سيمې موندل سوې دي.
د ياد رياست د مسوولينو په وينا، دغه دواړه سيمې د خاورو لوړې غونډۍ دي چې د زړو دېوالونو نښې پکښې ليدل کېږي، او د لومړنيو څېړنو له مخې، د بودايي دورې سره تړاو لري.
د کاپيسا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ويلي چې د دغو سيمو د کره لرغونتوب او ځانګړو معلومولو لپاره به په راتلونکي کې نورې لرغونپوهنيزې څېړنې ترسره سي.
د ياد رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال په کاپيسا ولايت کې له ۱۱۰ څخه زياتې تاريخي او لرغونې سيمې په رسمي نوملړ کې ثبت سوې دي.
کاپيسا د افغانستان له هغو ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې بډايه تاريخي مخينه لري، او د لرغونو دورو، په ځانګړې توګه د بودايي دورې، ګڼ شمېر نښې او اثار پکښې پېژندل سوي دي.



