د معمار پرس د خبر له مخې؛ په ورته وخت کې په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړيو استازو د غونډې په څنډه کې د کاناډا د کالګاري ښار په ګډون په کاناډا کې مېشتو یو شمېر افغانانو مظاهره وکړه او ویې ویل چی د نړيوالې ټولنې له خوا د طالبانو د رسمیت پيژندلو لپاره هر ډول هڅې به د افغانانو په سترګو کې د اعتبار وړ نه وي. د دوحې غونډه پرون د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په کوربه توب پیل شوه او تر نن (دوشنبه، د دلو ۳۰مه) به دوام وکړي. په کاناډا کې مېشت افغان اتباع د یکشنبې په ورځ راغونډ شوي وو او د نړیوالو معیارونو او د افغانانو د شرایطو او اړتیاوو له پېچلتیا سره سم د ځانګړي استازي په ټاکلو کې یې د لا دقت او پاملرنې غوښتنه وکړه. دوی طالبان یوه تروریستي ډله وبلله او ویې ویل چې د نړیوالې ټولنې له خوا د دغې ډلې په رسمیت پېژندلو لپاره هر ډول هڅې د افغانانو په سترګو کې د منلو وړ نه دي.

- 45
- کې خپور شو 12:51 ب.ظ
- د خبر شمیره 7810
- February 19, 2024
- کې خپور شو 12:51 ب.ظ
- د خبر شمیره 7810
- February 19, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:51 - February 19, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7810
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


آصف دراني: ګاونډي ته نه ویل، تاريخي تېروتنه ده
14 hours پیش

په ترکیه کې د افغان مهاجرینو د نیولو څپه
14 hours پیش

0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments