د کابل امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ۱۵ امنیتي حوزې امنیتي ځواکونو یو سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی دی.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې یاد سوداګر۲ میاشتې وړاندې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی، چې د امنیتي ځواکونو له پرله پسې هڅو وروسته وژغورل شو.
سرچینه زیاتوي، چې د دغې پېښې په تړاو ۴ تنه تورن کسان هم نیول شوي دي.