د خبري آژانس معمار به راپور ورکوي. په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په کابل ښار کې د دې ډلې پر پوسته د ځانمرګي برید په پایله کې د درېیو طالبانو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
دا چاودنه د داوودزي د سوداګریز مرکز د دروازې مخې ته شوې ده. دا مرکز د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته څېرمه موقعیت لري چې د طالبانو تر واک لاندې ده.
په کابل کې د ايمرجنسي روغتون چارواکي وايي، چې د بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه د طالبانو له نننۍ چاودنې وروسته تر اوسه دغه روغتون ته دوه مړي او ١٢ ټپيان ور وړل شوي دي.