د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي وویل: په دغو پروژو کې د سړکونو جوړول، د اوبو د کانالونو جوړول او د شنه فضا رامنځته کول شامل دي چې په تطبیق سره به یې ۲۵۰ زرو کسانو ته کاري فرصتونه رامنځته شي. بارکزي په دوام وويل، چې د دغو پروژو ارزښت ٦،٤ ميليارده افغانۍ اټکل شوى، چې د کابل ښاروالۍ له داخلي عوايدو څخه تمويلېږي. تمه ده چې د دغو پروژو پلي کېدل به د کابل ښار له اقتصادي هوساینې سره مرسته وکړي او د دې ښار اوسېدونکو ته به د کار زمینه برابره شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9163
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9163
منتشر شده در ۱۵:۰۱ - جوزا ۳۱, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email