په کابل کې د ګډو ستراتیژیکو اهدافو په اړه د ازبکستان او د طالبانو د مقاماتو غونډه

د ازبکستان د بهرنیو چارو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز اعلان کړی چې د دې هېواد یوه هیئت په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له استازو سره د «ګډو ستراتیژیکو اهدافو» په اړه غونډه ترسره کړې ده.
په کابل کې د ګډو ستراتیژیکو اهدافو په اړه د ازبکستان او د طالبانو د مقاماتو غونډه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ جاولون وهابوف، د ازبکستان د بهرنیو چارو د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس ویلي چې دی د یوه هیئت په مشرۍ، د طالبانو د بهرنیو چارو د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له استازو سره د ګډو ستراتیژیکو اهدافو په اړه لیدنه او خبرې اترې ترسره کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دا غونډه په کابل ښار کې ترسره سوې او د طالبانو د هیئت مشري عبدالحی قانت، د دې ډلې د ټاکل سوي رئیس په غاړه وه.

وهابوف په خپل اکس پاڼه کې لیکلي چې د خبرو اترو بنسټیزه موضوع د دواړو څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ څرنګوالی و، تر څو د ازبکستان او افغانستان د ګډو پروګرامونو د پرمختګ او په مختلفو برخو کې د دې همکارۍ د عملي کولو لارې چارې وڅېړل سي.

هغه همداراز هیله څرګنده کړې چې اوږدمهاله ستراتیژیک اهداف چې په دې غونډه کې مطرح سوي، راتلونکي کال کې به د طرحو او نوښتونو په عملي کولو بدل سي.

ددي سربېره د ازبکستان د بهرنیو چارو د ستراتیژیکو مطالعاتو رئیس د دې اهدافو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي. او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلي .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x