په کابل کې د کډوالو د استوګنځای د جوړولو لپاره د ځمکې سروې پیل شوه

د طالبانو د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت د کابل په ارغندي عليا سیمه کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړولو لپاره د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې د توپوګرافیک سروې د پیل اعلان وکړ.
په کابل کې د کډوالو د استوګنځای د جوړولو لپاره د ځمکې سروې پیل شوه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت د سروې او GIS مشر محمد یوسف لطیف اعلان وکړ چې د وزارت تخنیکي ټیم د کابل په ارغندي عليا سیمه کې د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې د توپوګرافیک سروې پیل کړې ده.

سرچینې زیاته کړه چې د دې پروژې هدف د هغو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړول دي چې له ډیرو کلونو وروسته هیواد ته راستانه شوي دي.

د لطیف په وینا، دا سروې د پرمختللو تجهیزاتو او د GIS متخصصینو لخوا ترسره شوې ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د ښار ډیزاین عصري تخنیکي معیارونو سره سمون لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه