د معمار پرس د خبر له مخې: دا خبره د کورنیو تولیداتو د صادرونکو اتحادیې مرستیال محمد ناظري وکړه چی دغې اتحادیې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د نړیوالو معیارونو پر بنسټ بهرنیو هېوادونو ته د افغاني محصولاتو د صادراتو د کچې د لوړولو په موخه په کابل کې خپل فعالیت پیل کړی دی. بل خوا د دې اتحادیې اقتصادي سلاکار عبدالنصیر رښتیا وايي، چې د افغان سوداګرو یوازینۍ ستونزه د صادراتو د کچې ټیټوالی او د وارداتو زیاتوالی دی. د هغه په وينا، که زموږ خلک د بهرنيو توکو پر ځاى کورني توکي وکاروي، د افغانستان صنعت به پياوړى شي او د وارداتو کچه به راټيټه شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9948
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 9948
منتشر شده در ۱۵:۳۰ - اسد ۱۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email