د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) دفتر چهارشنبه د اسد ۱۸مه د کابل په هوايي ډګر کې پرانیستل شو. د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې له اوس به د الوتنو له لارې د راستنیدونکو د ثبت لړۍ په ګډه ترسره کیږي. تر اوسه معلومه نه ده چې د مهاجرت نړیوال سازمان له راستنیدونکو افغانانو سره مالي مرسته کوي او که نه. د کابل په هوايي ډګر کې د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر د تېر حکومت له سقوط وروسته سخت زیانمن شوی و او اوس له بیارغونې وروسته بېرته فعال شوی دی.

- 86
- کې خپور شو 1:26 ب.ظ
- د خبر شمیره 5674
- August 10, 2023
- کې خپور شو 1:26 ب.ظ
- د خبر شمیره 5674
- August 10, 2023
- خبرونه
- تازه تازه 13:26 - August 10, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5674
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

له سیمې څخه د ۷۴۵ افغان کډوالو کورنیو بېرته ستنېدل
9 ساعتونه پیش


تاجیکستان له طالبانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه
9 ساعتونه پیش

0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments