د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت ویلي دي چې د قرغیزستان د لوړپوړې هیئت د کابل سفر په ترڅ کې، د دې هېواد سوداګریز مرکز په کابل کې پرانیستل سو.
د وزارت په اعلامیه کې ویل سوي چې د دې مرکز پرانیستل یو مهم ګام ګڼل کېږي د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې نښلوي او ژورې کړي.
په قرغیز هیئت کې چې د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نورالدین عزیزی د بلنې پر اساس کابل ته راغلی، د اقتصاد، تجارت، انرژۍ او ترانسپورت وزارتونو مرستیالان او د خصوصي سکتور استازي هم شامل دي.
تمه کېږي چې د دې هیئت غړي به په سوداګریزو کنفرانسونو، دوه اړخیزو اقتصادي ناستو او صنعتي تاسیساتو ته سفرونو کې برخه واخلي.
د سیمې د هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو پراختیا د طالبانو هڅو یوه برخه ده چې په نړیواله کچه کې د سیاسي او اقتصادي انزوا ماتولو لپاره ترسره کېږي.



