د غیږ نيوني سیالۍ د ۵۰۰ ورزشکارانو په ګډون سره د افغانستان له شپږو ولایتونو څخه، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پیل سوې.
د دغو سیالیو تنظیموونکي مسئولین وايي، د دې سیالیو د جوړېدو هدف دا دی چې د هېواد د ملي ټیم لپاره غوره څهرې وپیژندل او انتخاب سی .
تمه ده چې دا سیالۍ به د څلورو ورځو لپاره دوام ومومي او ګډونوال به په لسو بېلابېلو وزنونو کې یو له بله سره سیالي وکړي.
د مسئولینو په وینا، دغه سیالۍ په یوه ورزشي فضا کې د غیږ نیونی محلي مینهوالو له ګرم هرکلي سره پیل سوې، او یو شمېر د ورزشي برخې مشران او د ورزشي بنسټونو مسئولین هم د پرانیستې مراسمو کې حاضر ول.
دغه سیالۍ د افغانستان د دودیزو او محلي ورزشونو د ودې لپاره یوه ښه موقع بلل سوې او مسئولین ټینګار کوي چې دوی هڅه کوي له سیمهییزو استعدادونو ملاتړ وکړي، تر څو د افغانستان حضور په نړیوالو پهلوانۍ سیالیو کې پیاوړی سي.



