د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، محلي سرچینې وایي، له تېري شپی راهیسې، دغه غږیز فایل په واتساپ کې د لویدیځ کابل اوسېدونکو تر منځ لاس په لاس کېږي. په دې فایل کې یو ناڅرګند کس ادعا کوي چې یو ځانمرګی عامل ساحې ته داخل سوی او ښايي د اهل تشیع مسجدونو په شاوخوا کې برید وکړي. ویاند په مشخص ډول د کابل په بېلابېلو برخو کې د «امام زمان مسجدونو » نومونه یادوي او له ښاروالو غواړي چې د دې مذهبي ځایونو په شاوخوا کې هوښیار پاتې سي.
تر اوسه ددغه راپور په چمتو کولو سره، د دې غږیز فایل سرچینه او صحت له هېڅ رسمي طالب دولتي ادارې تایید سوی نه دی او د دې حساس امنیتي معلوماتو د خپرېدو دلیل هم روښانه نه دی. د طالبانو امنیتي ادارو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
په هر حال، یو شمېر امنیتي کارپوهان احتمال ورکوي چې د دې غږیز فایل خپرېدل د دې لپاره وي چې په شیعه ټولنه کې وېرې او ډار رامنځته کړي. د دې کارپوهانو په باور، ممکن دا خبرداری د دې لپاره خپور سوی وي چې د نیمې شعبان پراخ او لوی مراسم، د حضرت امام زمان (عج) د زیږون کلیزه، محدود کړي؛ په ځانګړې توګه په هغه شرایطو کې چې ځینې جریانونه د شیعه مذهبي مراسمو د ترسره کېدو مخالفت کوي.



