د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دغه څرګندونې په کابل کې د سیمه ییزو همکاریو د نوښت په غونډه کې وکړې روسیه غواړي افغانستان د دوحې د غونډې محور وي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په دې ناسته کې د ګډون په اړه د خوشحالی په څرګندولو سره زیاته کړه: “روسیه غواړي افغانستان د دوحې د غونډې په اصلي بحثونو کې برخه ولري.” کابلوف دغه راز افغانستان ته د نويو سفيرانو د راتګ هرکلى وکړ او دا يې د افغانستان او ليږونکو هېوادونو لپاره د ستاينې وړ ګام وباله. له بلې خوا د هند استازي په دې کتنه کې وویل چې هېواد یې د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لامل شي.

- 43
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7670
- کې خپور شو 10:50 ق.ظ
- د خبر شمیره 7670
- January 31, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7670
- کې خپور شو 10:50 ق.ظ
- د خبر شمیره 7670
- January 31, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 10:50 - January 31, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



