د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو په دوام سره، طالبانو په کابل کې د روغتیا علومو ۱۱ انسټیټیوټونه وتړل چې نجونو او ښځو ته یې د لومړنیو مرستو تدریس کاوه.
دا پریکړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت لخوا اعلان شوې وه، خو د ډلې چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
په یوه ګډه اعلامیه کې، خصوصي طبي انستیتیوتونو طبي پوهه د افغانانو اساسي اړتیا وبلله او له طالبانو یې وغوښتل چې په دې پریکړه بیا غور وکړي.
تر دې مخکې، د طالبانو د روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ډلې د مشرتابه د یوه حکم په حواله، په طبي مرکزونو کې د نجونو له زده کړې منع کړې وې.
د بشري حقونو فعالانو دا عمل غندلی دی، او دا یې د ښځو په وړاندې د طالبانو د “جنسي توپیر” پالیسیو یوه برخه بللې ده.
دوی پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د دې بندیزونو د بندولو لپاره اقدام وکړي.