په کابل کې د دوحې د خصوصي سکتور د کاري ډلې د درېیمې غونډې ترسره کېدل

د دوحې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه غونډه په کابل ګرانډ هوټل کې، په حضوري او انلاین بڼه د یوناما په کوربتوب سره ترسره سوه.
په کابل کې د دوحې د خصوصي سکتور د کاري ډلې د درېیمې غونډې ترسره کېدل

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دوحې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه غونډه په کابل کې د ملګرو ملتونو د معاونت هیأت (یوناما) په کوربتوب په حضوري او انلاین بڼه ترسره سوه.

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه غونډه د کابل په هوټل کې ترسره سوې، او پکښې د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان مرکزي بانک استازي، د یوناما استازي، د ملګرو ملتونو اړوند دفترونو ، سیمه‌ییزو او نړیوالو ادارو، سفیران او د بېلابېلو هېوادونو کارپوهانو ګډون کړی و.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډې دوه برخې درلودې: وده او شاملول، او همدارنګه همغږي او روڼتیا.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه غونډې دوه برخې درلودې، چې یوه یې وده او ګډون، او بله یې همغږي او روڼتیا وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې ټولو اړخونو پر زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او د موجوده ستونزو په اړه یې ځینې حل لارې وړاندیز کړې، او همدارنګه یی د افغانستان سره د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.

تر دې دمه یوناما د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x