په کابل کې د ده افغانانو درې لارې د ښکلا چارې پیل شوې

لنډ لینک: https://memar.press/?p=2046
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 2046
کې خپور شو 12:50 ق.ظ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ نوموړي په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې وویل چې، د ښار په دې مرکزي برخه کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د یوه خصوصي شرکت په مرسته د ښکلا یو سمبول جوړیږي.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې، په دې درې لارې کې به د ۸ مترو په لوړوالي د ښکلا یو سمبول په بنسټیزه توګه د شاوخوا دوو میلیونو افغانیو په لګښت تر راتلونکې یوې میاشتې پورې جوړ شي.
د یاد سمبول په شاخوا کې زرغونه سیمه، د اوبو فوارې، د ښکلا څراغونه، زینتي بوټي او د کټارو او جدولونو نصبول په پام کې نیول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د کابل ښاروالۍ له لوري د پلازمېنې کابل ښار د يو شمېر څلور لارو د ښکلا چارې دوام لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
2-1
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سولې دوهم پړاو خبرې په ترکیه کې ترسره سوې
د پاکستاني سرچینو د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو دوهم پړاو د شنبې په ورځ، د لړم په درېیمه نېټه، په استانبول ښار کې پیل سوی دی.
13
پاکستان: د هند او طالبانو د اوبو پروژو په وړاندې به د خپلې حق آبه دفاع کوو
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د «اوبو د تیریو» په وړاندې، د هند همکاری د طالبانو سره د کنړ پر سیند بند جوړولو او په افغانستان کې ورته نورو پروژو په ترسره کولو سره، د خپلو حقونو ساتنه کوي.
unpd-in-afg-1
د ملګرو ملتونو په ملاتړ د افغانستان لپاره د ۱۶ زرو دندو رامنځته کېدل
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام اعلان کړی چې ددې ادارې د پور تضمیني پروګرام له لارې، د ۷ زرو او ۵۰۰ کوچنیو او منځنیو کاروبارونو په ملاتړ سره، په ټوله افغانستان کې د شپاړس زرو دندو د رامنځته کېدو زمینه برابره سوې ده.
comision-taliban
طالبانو د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ انکشافي پروژې تصویب کړې
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو د طالبانو نږدې رسنیو، په ځانګړي ډول ملي ټلویزیون، راپور ورکړی چې د قندهار ولایت سپین بولدک پوله‌ ییز بندر د اتو ورځو تر تړل کېدو وروسته یو ځل بیا د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانیستل سوی دی.