په کابل کې د جاپان سفارت نن (شنبه، د ثور ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چی دغه هېواد به په ۲۰۲۵ کال کې افغان محصلینو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې بورسونه ورکړي. په کابل کې د جاپان سفارت په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د “آغا خان بنسټ” په همکارۍ د دغو بورسونو لپاره د محصلینو د ټاکلو بهیر پیل کړي. د جاپان سفارت له غوښتونکو غوښتي، چې د دغه هېواد د دولتي بورسونو (میکست) له لارښوونو سره سم د دغو بورسونو د منلو فورمه خانپوري او د دغه سفارت ادرس ته ولېږي. د جاپان د سفارت په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې به د افغانستان څومره محصلین د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره د دغه هېواد له خوا ومنل شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8576
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8576
منتشر شده در ۱۰:۱۰ - ثور ۲۳, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email