په کابل کې د ایران مرستیال سفیر: موږ له کابل سره په خپلو اړیکو کې هیڅ ډول محدودیت نه لرو

په کابل کې د ایران مرستیال سفیر: موږ له کابل سره په خپلو اړیکو کې هیڅ ډول محدودیت نه لرو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال غلام رضا نجاري کړې ده چی که څه هم تهران د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو له کابل سره په ټولو برخو کې ښې اړیکې لري او دا اړیکې ورځ تر بلې ښه کیږي. ښاغلي نجاري له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې دی هیله من دی چې طالب چارواکي به د نړیوالې ټولنې له خوا د خپل سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره اساسي ګامونه پورته کړي. په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال وویل:«که څه هم موږ تر اوسه د سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو موږ له افغانستان سره په خپلو تعاملاتو کې کوم محدودیت نه لرو او اړیکې د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه په هره کچه روانې دي.»

بیشتر بخوانید:  د دمشق په جنوب کې د اسراییلو برید
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x