د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت نن دوشنبه (د دلو ۱۶ مه) وویل چې دواړو لورو د ځمکني او هوايي ترانسپورت په برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې. د طالبانو د ډلې د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده پرون په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له سرپرست حسن کاظمي قمي سره وکتل او د دوه اړخیزو ترانسپورتي اړیکو د پراختیا په هکله یې خبرې اترې وکړې. دواړو لورو همدا راز د دوامداره ترانسپورتي همکاریو، د ځمکني او هوايي ترانسپورت په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو، د سړک او ریل ترانسپورت له لارې ایران ته د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي او د افغانستان د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو لپاره د چابهار بندر د کارولو په اړه خبرې وکړې.

- 42
- کې خپور شو 2:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 7722
- February 5, 2024
- کې خپور شو 2:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 7722
- February 5, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 14:30 - February 5, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7722
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



د کابل په منډوي بازار کې د اورلګیدنې ۷۰۰ زره ډالره مالي زیان
17 ساعتونه پیش

د افغانستان د ملي بیرغ رنګونه د کرکټ لیګ له نښې څخه لرې سول
18 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments