د معمار پرس د خبر له مخې؛ د حزب اسلامي اړوند “شهادت” ورځپاڼې د راپور له مخې، ګلبدین حکمتیار په خپل کور کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر او د ایران د سفارت له مرستیال سره وکتل. په دې راپور کې راغلي: په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد او سیمې پر حالاتو خبرې وکړې. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو حکومت د حزب اسلامي د مشر له پلویانو او نورو هېوادوالو سره پر غونډو بندیز لګولی و. په وروستیو میاشتو کې د حزب اسلامي مشر پر طالبانو په ځانګړې توګه د دغې ډلې پر مشرتابه سختې نیوکې کړې دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8351
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 8351
منتشر شده در ۱۴:۳۹ - ثور ۵, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email