د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوه بیانیه کې د هرات ولایت د «ګذره» ولسوالۍ په امام زمان جومات کې تروریستي پېښه چې په پایله کې یې یو شمېر لمونځ کوونکي ټپیان او شهیدان شول، په کلکو ټکو غندي. د ايران سفارت د دغه جنايت د عاملينو د پيژندلو او مجازاتولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه: ايران له تروريزم سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د همکارۍ د پياوړتيا لپاره چمتووالى څرګندوي. په دغه برید کې د څلورو نارینه، یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۶ تنه شهیدان او دوه تنه ټپیان شول. د جومات امام حجت الاسلام جاوید هم په شهیدانو کې شامل شو. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8431
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 8431
منتشر شده در ۱۵:۰۵ - ثور ۱۱, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email