د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار شادمانوف د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له مرستیال قدرت الله جمال سره په کتنه کې اعلان وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د هغه هېواد یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي. د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، شادمانوف هیله من دی چې افغانستان ته د ازبکستاني پلاوي سفر به د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو مثبتې اغېزې ولري. د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د اړتيا وړ ډېر سوداګريز توکي له ازبکستان څخه واردېږي.

- 40
 
لنډ لینک: https://memar.press/?p=5722
۲ کلونه مخکی
د خبر شمیره 5722
کې خپور شو 4:51 ب.ظ
Facebook									
Twitter									
WhatsApp									
Telegram									
Email									
اړونده منځپانګه				







