په کابل کې د ازبکستاني تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

په کابل کې د ازبکستاني تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په هغو مراسمو کې چې نن یکشنبه (د اسد ۲۷مه) د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوي وو، د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف‌اف په حضور کې د ازبکستان هېواد د تولیداتو لوی نندارتون پرانیستل شو. د طالبانو د اقتصادي مرستيال د مطبوعاتي دفتر د اعلاميې له مخې، په دغه نندارتون کې به د درېيو ورځو لپاره د ازبکستان هر ډول موټر، د اور وژنې وسايل، ټراکټورونه او نور صنعتي توليدات نندارې ته وړاندې شي. دغه نندارتون چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف جوړ شوی و، د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ته زمینه برابروي.

بیشتر بخوانید:  د اسراییلو د اشغال په اړه د ملګرو ملتونو پریکړه لیک تصویب
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x