د معمار وحدت د ولایت خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي پاولز نن (د سنبلې لومړۍ) په خپل ټویټر کې لیکلي چې ډېر ژر به په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي او د سه شنبې په ورځ به کابل پرېږدي.
خو د رسنیو په وینا ارنوټ پاولز له افغانستانه د (د طالبانو د سرپرست حکومت له خوا) د خپل اخراج اعلان کړی دی.
داسې ښکاري چې ښاغلی پاولز د خپل ماموریت له پای ته رسېدو څخه راضي نه دی او په یوه ټویټ کې یې لیکلي: “تاسو کولای شئ له افغانستانه ډیپلومات وباسئ، خو افغانستان د دیپلوماتانو له شتونه نه شي خلاصولی.”
هغه لیکلي چې رفالا یدیس به په کابل کې د هغه ځای ونیسي.
ارنوټ پاولز په دې وروستیو کې په یوه ټلویزیوني مرکه کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې تر ټولو مهم لومړیتوب دی.
د هغه په وينا، په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه ورکول او د يوه ټول شموله حکومت جوړول د اروپايي ټولنې نور لومړيتوبونه دي.
ښاغلي پاولز وویل، د نړیوالې ټولنې غوښتنه چې د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کول او ښځو ته د کار او زده کړې حق ورکول د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا نه دي.