د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د کابل پوهنتون باوري سرچینې وايي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت لږ تر لږه درې پاکستانی استادان په دې پوهنتون کې د تدریس لپاره استخدام کړي دي.
د یو رسمي مکتوب له مخې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له ریاست الوزرا څخه غوښتنه کړې چې د دغو استادانو معاش او نور لګښتونه د څلورو کالو لپاره برابر کړي او د دوی د رسمي بلنې اجازه صادره کړي.
سرچینې وايي چې دغه درې بهرني استادان داکتر تازهګل، محمد الطاف خان او افریدی دي، چې د کابل پوهنتون په پسرلنې سمستر کې به تدریس شروع کړي.
له موجوده معلوماتو سره سم، دوه تنه به په حضوري بڼه تدریس وکړي او یو تن به په آنلاین بڼه فعالیت وکړي. سرچینې تأییدوي چې ټول درې تنه د پاکستان اتباع دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا ریاست الوزرا ته په استول سوی مکتوب کی راغلي: «د کابل پوهنتون پلان لري چې د پسرلني سمستر لپاره درې تنه بهرني استادان استخدام کړي.» د سند له مخې، ملا محمد حسن، د طالبانو رئیس الوزرا، د دې استادانو د استخدام وړاندیز تأیید کړی دی.
د پوهنتونونو ځینو استادانو د جمعې په ورځ د جدی میاشتې په پنځمه نېټه ویلي چې دا اقدام په داسې حال کې ترسره سوی چې لسګونه تجربهلرونکي استادان، د لوړو علمي رتبو سره، د طالبانو له خوا له دندي ګوښه سوي دي. هغوی دغه سیاست «ناعادلانه» او «د هېواد تعلیمي نظام ته جدي زیان رسونکی» بللی دی.
محمود مرهون، د کابل پوهنتون استاد، ویلي: «طالبانو ځینې استادان د بېلابېلو دلایلو له مخې له دندې لرې کړي دي.» هغه زیاته کړه چې دغه ډلې د ځینو استادانو علمي ترفیع درولې او هغوی یی د فشار او محدودیتونو له لارې مجبور کړل چې استعفا ورکړي.
دغه استاد ټینګار وکړ: «پوهنتونونه د یوه هېواد د متخصصو کادرونو د روزنې ځای دی. که دا مراکز بهرنیو کسانو ته وسپارل سي، د هېواد د راتلونکي فکري او علمي نظام په جوړښت به د بهرنیو لید لوری پراخه اغېزه وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان پاکستانی استادان یا مبلغین د افغانستان پوهنتونونو کې ګماري. مخکې له دی هم د پاکستان د دیني مدارسو یو شمېر مبلغین د طالبانو له خوا کابل پوهنتون ته بلل سوي وو او په اردو ژبه یې د دیني موضوعاتو تبلیغ کاوه.
د قندهار پوهنتون یو استاد چې د طالبانو له خوا له دندي ګوښه سوي دی او اوس په آلمان کې ژوند کوي، ویلي: کابل پوهنتون ځواکمن او تجربهلرونکي استادان لري چې اوس له دندې لېرې سوي دي. که د طالبانو موخه واقعاً د تعلیمي نظام پیاوړتیا وي، باید دغه استادان بیرته دندې ته راوګرځول سي.
هغه زیاته کړه: «هغه استادان چې طالبانو له دندي ګوښه کړي، علمي کچه یې د پاکستاني استادانو په پرتله چې اوس په کابل پوهنتون کې استخدام سوي، خورا لوړه ده.»
د سرچینو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ له بیا رامنځته کېدو وروسته، د ګڼ شمېر پوهنتونونو استادان له دندی ګوښه سوی او پر ځای یې د جهادي مدارسو فارغان ګمارل سوي دي. راپورونه ښيي چې د طالبانو په څلورو کلونو واکمنۍ کې، سلګونه استادان او علمي کارکونکي د فشارونو، محدودیتونو او دندې د امنیت د نشتوالي له امله مجبور سوي چې هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته پناه یوسي.




