په چین کې د طالبانو سفارت افغان اتباعو ته د پاسپورټونو د ورکولو لړۍ پیل کړې ده

په چین کې د طالبانو سفارت افغان اتباعو ته د پاسپورټونو د ورکولو لړۍ پیل کړې ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دوشنبې په ورځ (د دلو ۱۶مه) سفارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په چین کې مېشت افغانان کولای شي له شرایطو سره سم نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي. په بیجینګ کې د طالبانو سفارت په دوام کې ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې دغه سفارت خپلو اتباعو ته د ښه قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي چی د هڅو په پایله کې په چین کې میشتو اتباعو ته د پاسپورټونو د ویش بهیر پیل شو. که څه هم چین د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو په بیجینګ کې یې د افغانستان سفارت دغې ډلې ته سپارلی دی.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان د روغتیا وزارت د سرطان د تشخیص او درملنې په برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x