د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د «له پولیو څخه پاک افغانستان» بنسټ اعلان کړی چې د پولیو د واکسین نوی کمپاین به د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۵مه، د پکتیکا په ټولو ولسوالیو کې پیل سي. د دې برنامې موخه په هېواد کې د ماشومانو د فلج ناروغۍ (پولیو) له منځه وړل بلل سوی دی.
د «له پولیو څخه پاک افغانستان» بنسټ په اعلامیه کې ویلي چې په دې پړاو کې به هڅه وسي، څو د پکتیکا ټول هغه ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونو کم دی، د پولیو پر ضد واکسین سي. له کورنیو غوښتنه سوې چې د خپلو ماشومانو د روغتیا د خوندیتوب لپاره همکاري وکړي او روغتیايي کارکوونکو ته اجازه ورکړي څو واکسین تطبیق کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د راپور له مخې، تراوسه دوه مثبتې پېښې د پولیو په بادغیس او هلمند ولایتونو کې ثبت سوي دي، چې دا د هېواد په کچه د روغتیايي کمپاینونو د دوام لپاره یو جدي زنګ بلل سوی دی. تر دې مخکې هم ورته پروګرامونه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې پیل سوي وو، څو د دې خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول سي. په افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاینونه تل له ننګونو سره مخ دي، لکه ناامني، فرهنګي مخالفتونه او د لاسرسي محدودیتونه، خو د کورنیو په ملاتړ دا هڅې لا هم روانې دي.







