په پکتیا کې طالبانو د کرکټ لوبغاړو د افغانستان د درې رنګه بیرغ د استعمال څخه منع کړ

په پکتیا ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالبانو په احمد آباد ولسوالۍ کې د کرکټ لوبغاړو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان د درې رنګه بیرغ سره د جامو اغوستلو څخه ډډه وکړي.
طالبان در پکتیا بازیکنان کریکت را از استفاده از بیرق سه‌رنگ افغانستان منع کردند

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پکتیا ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالبانو ځواکونو په احمد آباد ولسوالۍ کې یو شمیر کرکټ لوبغاړو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان د درې رنګه بیرغ سره د سپورتي جامو اغوستلو څخه ډډه وکړي.

د دې سیمه ییزې لوبډلې یو لوبغاړی، چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم نه دی اخیستل شوی، یوې رسنۍ ته وویل: “طالبانو موږ ته وویل چې د درې رنګه بیرغ سره جامې اغوستل د اسلامي امارت د نظام خلاف دي او که موږ بیا دا کار وکړو، نو دوی به زموږ سره جدي چلند وکړي.”

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه