د خلکو سرچينې د جمعې په ورځ د ثور په ۲۸مه اعلان وکړ چې د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ په خرلاچي سرحدي سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو په دوام کې په دې ولسوالۍ کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي سرچينې وايي، چې د ډنډپټان ولسوالۍ پر ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو د درنو ډزو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي. په دغو بریدونو کې په وژل شویو کې دوه ماشومان او یوه ښځه هم شامله ده. په همدې حال کې سرچینو تایید کړې چې په دغه نښتو کې درې طالبان ټپیان شوي دي. دسرچينو له مخې په دغه سيمه کې سختو نښتو په لسګونو کورنۍ دخپلو کورونو پريښودو ته اړ کړي دي. په همدې حال کې له څلورو ورځو راهیسې د پکتیا ولایت په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه روانه ده. تر اوسه د طالبانو حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

- 43
- کې خپور شو 4:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 8692
- May 18, 2024
- کې خپور شو 4:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 8692
- May 18, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 16:01 - May 18, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8692
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


طالبان: افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.
11 ساعتونه پیش


افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لپاره بشري مرستې ناکافي دي
12 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments