په پکتيا کې د نجونو د ښوونځيو تړل; زده کونکو احتجاج وکړه

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د دې پرېکړې پر ضد نن سهار (شنبه، د سنبلې ۱۹مه) په ګردېز کې سلګونو ښځينه محصلينو لاريون وکړ.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په ګردېز کې ښوونځي له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره بېرته پرانستل شوي وه.

وروسته له هغه چې په پکتيا کې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو خبره عامه شوه، د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې له دې پرېکړې خبر نه دی.

طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته اجازه ورنکرل چې ښوونځي ته لاړې شي.

د دې ډلې د ژمنې له مخې ټاکل شوې وه چې د روان لمریز کال د حمل په درېیمه ټول ښوونځي بېرته پرانستل شي. خو په همدې ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د نجونو منځني او عالي لیسه به تر بل خبرتیا پورې تړلي وي.

 

بیشتر بخوانید:  په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره د ګاونډیو هېوادونو هڅې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x