د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛د پنجشېر ولایت د طالبانو د کانونو ریاست خبرداری ورکړي چې د «شنه ګارنېټ» په نوم د قیمتي ډبرو یو نوی کان په دې ولایت کې موندل سوی او په رسمي توګه ثبت سوي دي .
د پنجشېر ولایت د طالبانو د کانونو رئیس، محمدقاسم امیري، ویلي چې د یاد کان د استخراج جواز د لومړي ځل لپاره صادر سوی او د طالبانو د کانونو وزارت د تخنیکي ټیمونو له لوري یې وروستۍ تخنیکي ارزونې او څېړنې بشپړې سوې دي.
د نوموړي په وینا، د شنه ګارنېټ کان د عنابې ولسوالۍ د آبدرې په کلي کې موقعیت لري او د افغانستان د قیمتي ډبرو له نویو پېژندل سوو کانونو څخه شمېرل کېږي.
د کانونو محلي مسوولینو ټینګار کړی چې د دې کان پېژندنه او استخراج کولای سي په راتلونکي کې په پنجشېر ولایت کې د کانکېندنې د فعالیتونو پراختیا او د محلي عوايدو زیاتوالي ته لاره هواره کړي.



