د معمار پرس د خبر له مخې، په پنجشیر کې سیمه ییز چارواکي وايي، چې د زمرد د صادراتو، کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د پراختیا په لومړي نندارتون کې د دغه ولایت دولتي چارواکو، سیمه ییزو چارواکو او کورنیو او نړیوالو سوداګرو ګډون کړی و. په دغه ولایت کې د طالبانو والي محمد اغا حکیم وايي، دغه نندارتون د پنجشیر زمرد ته په ملي او نړیواله کچه د بازار موندنې په موخه په لاره اچول شوی و. د راپورونو له مخې، د دغه ولایت له ۵۵۰ کانونو څخه د زمرد او یاقوت د استخراج بهیر دوام لري او څه باندې ۱۲ زره کسان په کې په کار بوخت دي.

- 38
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9446
- کې خپور شو 1:49 ب.ظ
- د خبر شمیره 9446
- July 11, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9446
- کې خپور شو 1:49 ب.ظ
- د خبر شمیره 9446
- July 11, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:49 - July 11, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



