د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د غیرقانوني کډوالو د لېږد یو پیکاپ موټر د پاکستان د بلوچستان ایالت د چاغي ولسوالۍ اړوند د نوکندي ښار په شاوخوا کې له یو د تېلو ټانکر سره ټکر کړی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۱ افغان وګړي وژل سوي او ۹ نور ټپیان سوي دي.
د پاکستاني رسنۍ «دان» د راپور له مخې، دغه پېښه د یکشنبې په ماښام (۳۰ د قوس) په یوه لېرې او خاورینه سیمه کې، د نوکندي ښار شاوخوا ۳۵ کیلومتره واټن کې رامنځته سوې ده؛ هغه لاره چې د سرچینو په وینا د انسان قاچاق کوونکو د شبکو له اصلي تګلارو څخه ګڼل کېږي.
ځايي چارواکو ویلي چې ۲۱ افغان وګړي په یوه پیکاپ موټر کې سپاره وو، چې له مقابل لوري روان د تېلو له ټانکر سره ټکر سوي دي.
د پېښې شدت دومره زیات و چې ۱۱ کسان په هماغه ځای کې ووژل سول او ۹ نور سخت ټپیان سول.
د عیني شاهدانو په وینا، د سیمې اوسېدونکي او د ژغورنې ډلې سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او مړي او ټپیان یې د موټر له ویجاړو پاتې شونو څخه را وایستل.
ټول ټپیان او وژل سوي نږدې روغتیايي مرکز ته ولېږدول سول.
د نوکندي روغتون ډاکټر نادر خان دا موضوع تایید کړې او ویلي یې دي: «۱۱ جسدونه او ۹ ټپیان روغتون ته راوړل سوي او دا مهال د ټپیانو وضعیت باثباته دی.»
د پولیسو چارواکو هم ویلي چې د پیکاپ د چلوونکي پرته، ټول قربانیان د افغانستان اتباع وو.
د موټر چلوونکی، چې خدانظر نومېده او د تفتان اوسېدونکی وو، په دې پېښه کې وژل سوی دی.
د چاغي د پولیسو قومندان محمد شریف ویلي چې د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته، مړي او ټپیان د افغانستان د سرحدي ځواکونو له لارې خپلو اصلي استوګنځایونو ته لېږدول سوي دي.
هغه زیاته کړې: «د لومړنیو څېړنو له مخې، د موټر چټک سرعت د دې پېښې اصلي لامل وو، او د نورو جزئیاتو د روښانېدو لپاره څېړنې روانې دي.»
دغه پېښه یو ځل بیا د بلوچستان ایالت په سرحدي لارو کې د تګ راتګ خطرونه په ډاګه کوي؛ هغه لارې چې د انسان قاچاق کوونکو د پراخ فعالیت او د باروړونکو موټرو د ډېر تګ راتګ له امله تل د پېښو ډکې بلل کېږي.



