په پاکستان کې سلګونه افغان کډوال بندي کیدل

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د بیخدي په وینا؛ په پاکستان کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، اعلان وکړ چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې له یوه زندانه ۸۴ افغان کډوال خوشې شوي دي.

په کراچۍ کې افغان قونسل مولوي سید عبدالجبار تخاري وايي، دغه شمېر افغان کډوال نن (پنجشنبه د میزان ۲۱مه) افغانستان ته تللي دي.

د دغو بندیانو خپاره شوي عکسونه په یوه بس کې دننه ښيي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت تایید کړه چې اوس هم د پاکستان په زندانونو کې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال بند دي چي د خوشې کولو هڅې یې روانې دي، ویل کېږي چې په دغو بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

عبدالجبار تخاري وايي چې په دوو اوونیو کې به نور افغانان د کراچۍ له زندانه خوشې شي.

شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې پاکستان د کراچۍ له یوه زندانه ۱۵۰ افغان کډوال خوشې کړل.

په پاکستان کې افغان کډوال وايي چې پاکستاني امنیتي اجنټان د اوسیدو له اسنادو پرته افغانان لټوي.

ویل شوي چې د پاکستان پولیس د استوګنې له اسنادو پرته پر مهاجرو جریمې لګوي او که دغه جریمه ورنه کړي، نیول کېږي او زنداني کېږي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي وو چې د پاکستان حکومت به په څو ورځو کې افغانستان ته په دغه هېواد کې د پاتې نورو بندیانو د خوشي کولو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

بیشتر بخوانید:  ټرمپ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا سره د اړیکو پرې کولو پریکړه وکړه

ویل شوي چې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي او هره ورځ د دغو کډوالو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د اشرف غني احمدزي له تېښتې او د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته په میلیونونو خلکو له افغانستانه کډه وکړه او ډېرو یې ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران او تاجکستان ته پناه یوړه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x