په پاکستان کې د عمران خان د ګوند انتخاباتي کاندید ووژل شو

په پاکستان کې د عمران خان د ګوند انتخاباتي کاندید ووژل شو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند (د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند) له باجائو د ملي اسمبلۍ له حوزې څخه نوماند ریحان زیب خان د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی. هغه د خیبر پښتونخوا ایالت د “باجور” سیمې د ملي اسمبلۍ له حلقې څخه د ټاکنو نوماند و. د پاکستان تحریک انصاف دغه پېښه غندلې او په دې اړه یې د بېړنۍ څېړنې او د دغه برید د عاملینو د محاکمې غوښتنه کړې ده. پاکستان تحریک انصاف د دغه هیواد یو له هغو ګوندونو څخه دی چې په ۱۹۹۶ کال کې د عمران خان له خوا تاسیس شو.

بیشتر بخوانید:  ګوتریش: نړۍ د اټومي جګړې د خطر په لوړه کچه کې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x