د معمار پرس د خبر له مخې؛ په پاکستان کې د امریکا سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې په امریکا کې د مېشتو افغان کډوالو پر خوندي لېږد ټینګار وکړ. په دې کتنه کې چې د جدي په ١٢مه په اسلام اباد کې ترسره شوه، په پاکستان کې د امريکا سفير ډونالډ بلوم د افغان کډوالو د خوندي لېږد په برخه کې له پاکستان څخه د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه. د رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستان په دې وروستیو کې لږ تر لږه ۱۳۰ افغان اتباع چې امریکا ته د کډوالۍ د ویزو ترلاسه کولو په تمه وو، ایستلي دي. متحده ایالاتو پاکستان ته د هغو افغانانو نوملړ چمتو کړی چې په متحده ایالاتو کې د بیا میشتیدنې وړ دي.

- 48
- کې خپور شو 12:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 7298
- January 3, 2024
- کې خپور شو 12:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 7298
- January 3, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



