دمعمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د اسلامآباد او شاوخوا ښارګوټو یو شمېر افغان پناه غوښتونکي د پولیسو د نیونو او باجغوښتنې د زیاتوالي شکایت کړی دی.
دغه پناه غوښتونکي د جمعې په ورځ، د ۱۷ د دلو، ویلي چې په پاکستان کې ژوند کول د هغوی لپاره د «زندان» په څېر سوی او په تېره یوه هفته کې، د دوهم ځل لپاره پولیسو د اسلامآباد د E-11 سیمې په برخه کې کور په کور فعالیت کړی او څو پناه غوښتونکي یې نیولي دي.
دوی ویلي چې پولیسو د تلاشي په جریان کې د کورونو دروازې ماتې کړې او المارۍ او شخصي وسایل یې په پراخه کچه وپلټل.
ډېر پناه غوښتونکي وايي چې د طالبانو د ګواښ، غچاخیستنې او نیونو څخه د ځان د ژغورنې لپاره یي پاکستان ته پناه وړي ده ، خو اوس احساس کوي چې بیا هم د طالبانو د ګواښ او کنټرول لاندې دي.
پاکستان د طالبانو سره د کړکېچونو د زیاتوالي وروسته، د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او جبري ایستلو بهیر زیات کړی دی.
دغه پناه غوښتونکي وايي چې د E-11 سیمې تر څنګ، د فیصلټاون ښارګوټي او د اسلامآباد نورو برخو کې هم د پولیسو د نیونو او باجغوښتنې شکایتونه سوي دي.
دغه پناه غوښتونکو له غربي هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې پر پاکستان فشار زیات کړي څو هغه کسان چې د جدي خطر لاندې دي، په جبري ډول افغانستان ته ستانه نه کړل سي.
ملګرو ملتونو مخکې د یو راپور په خپرولو سره تائید کړي و چې هغه کسان چې له پاکستانه شړل سوي، په ځانګړې توګه ښځې، نظامیان، د پخواني دولت کارکوونکي او خبریالان د طالبانو له خوا د شکنجې، په خپل سر نیونې او د بشري حقونو له پراخه سرغړونې سره مخ دي.



