د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د دغه کمپاین په ترڅ کې چې د جون تر ۱۶مې به دوام وکړي، څه باندې ۱۱،۲ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو ضد واکسین شي. روغتیا پوهان وايي، پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه یې نه کېږي او د واکسین په واسطه یې مخنیوی کېږي. افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ناروغۍ په بشپړه توګه په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8907
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8907
منتشر شده در ۱۴:۰۶ - جوزا ۱۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email