د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې په ټولنه کې د ښځو ونډه کمه شوې وه. خو په دې وروستیو ورځو کې دغه حکومت د سختو تصمیمونو په نیولو سره په ټولنه کې د ښځو له ازادۍ او لږ ګډون څخه محروم کړل چې په پوهنتونونو کې د نجونو له زده کړې منع او همدارنګه په کورنیو او بهرنیو خصوصي موسسو کې د ښځو له کار کولو څخه منع کول وو. د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د حکومت کړنلاره په ښکاره ډول څرګنده کړه چې دا حاکمه ډله په ټولنه کې د نجونو او ښځو د فعال حضور په اړه محافظه کاره او سخت دریځ لري. خو د طالبانو حکومت باید په دې فکر وکړي چې په ټولنه کې د ښځو له شتون او د هغوی د زده کړو له خنډ پرته په هېواد کې وده او پرمختګ نه شي کېدای او دا مسله به د بحران او پیوستون د نشتوالي لامل شي. ځکه چې ښځې د افغانستان د نفوس تقریبا نیمایي برخه جوړوي او د کورنۍ او ټولنې مهمې ستنې ګڼل کیږي او هر څوک چې ټولنې ته داخلیږي د هغو میندو او پلرونو د روزنې پایله ده چې خپلو ماشومانو ته د وطن پالنې او په ټولنه کې د اغیزمنتوب درس ورکوي. خو که په ټولنه کې د ښځو د پوهاوي، ښوونې او روزنې او شتون په لاره کې خنډ وي؛ ایا دا ممکنه ده چې هغه ماشومان وروزل شي چې پوهه وي، پوره لید ولري او ټولنیز وي؟ د طالبانو د حکومت په پایله کې باید نه یوازې په ټولنه کې د ښځو د تعلیم او حضور مخه ونهنیسي، بلکې د حکومت په کابینه کې د سیاسي مشارکت او اغېزمن حضور زمینه هم برابره کړي، ځکه د دیموکراسي نظام له مخې د ښځو ونډه په ټولنه کې د تعلیم او تربیې پورې محدود نه دي او ښځې باید په حکومتونو، سازمانونو او سیاسي ګوندونو کې پراخه ونډه ولري.

- 91
- کې خپور شو 5:37 ب.ظ
- د خبر شمیره 1888
- December 28, 2022
- کې خپور شو 5:37 ب.ظ
- د خبر شمیره 1888
- December 28, 2022
- آخرین بروزرسانی 17:37 - December 28, 2022
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=1888
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
یونیسف د افغانستان د ماشومانو د راتلونکي په اړه خبرداری ورکړ
49 minutes پیش

د طالبانو د مشر ټینګار چې علما دې د ده فرمانونه پلي کړي
51 minutes پیش

په فراه کې د طالبانو د احصائیې پر رییس وسلهوال برید
57 minutes پیش

0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments