د معمار پرس د خبر له مخې: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري لوګر ولایت ته په خپل سفر کې د ځنګلونو پر ساتنې او په هېواد کې د لرګیو د پرې کولو او قاچاق په مخنیوي ټینګار وکړ. ښاغلي عمري د ځنګلونو اهمیت، د هغوی ساتنه او د لرګیو د پرې کولو او قاچاق مخنیوي ته اشاره وکړه او دغه ولايت ته يې خپل د سفر موخه د ځنګلونو ساتنه او د لرګيو د پرې کولو مخنيوى وباله. هغه وويل، دا د دې ډلې د کابينې پرېکړه ده، چې د هېواد ځنګلونه بايد خوندي شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=105417
۱ میاشت پیش
شماره خبر 105417
منتشر شده در ۱۴:۵۳ - میزان ۲۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email