د معمار پرس د خبر له مخې؛ دې کمیټې د بهرنیو روغتیایی متخصصینو د غیر مجاز فعالیتونو د مخنیوي په موخه، په کابل کې د طبي مرکزونو نظارتي لیدنې ترسره کړې او د اړینو جوازونو د نشتوالي له امله یې د ډیری فعالیتونو ځنډول شوي دي.
د روغتیا وزارت په وینا، که چیرې کومه اداري سرغړونه یا د مسلکي قوانینو سرغړونه وموندل شي، نو د سرغړونکو په وړاندې به قانوني اقدامات وشي او دا لیدنې به ډیر ژر د هیواد نورو ولایتونو ته وغځول شي.
په ورته وخت کې، نظارتي کمیټه به په عامه او خصوصي مرکزونو کې د کورنیو ډاکټرانو فعالیت هم ارزونه وکړي، او که چیرې بې نظمۍ یا سرغړونه ولیدل شي، نو اړین اقدامات به ترسره شي.