د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان له مشرې ایډون سینیزا سلاودر او د یونیسف د دفتر له مشر تاج الدین اویلا او د مهاجرت د نړیوال سازمان له مسوولینو سره وکتل. د طالبانو د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د مانکی پاکس د مخنیوي او کنټرول لپاره د لازمو اقداماتو په اړه خبرې وکړې. نوموړي په دې برخه کې د يادو بنسټونو همکاري هم ضروري وګڼله او له خپلو استازو يې وغوښتل چې په دې برخه کې له عامې روغتيا وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي. تر دې مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تدابیرو د نیولو اعلان کړی و.

- 59
- کې خپور شو 3:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 10216
- August 22, 2024
- کې خپور شو 3:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 10216
- August 22, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 15:46 - August 22, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10216
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



