په هند کې د افغانستان سفارت د نوي ډیلي د نه همکارۍ له امله په رسمي ډول وتړل شو

په هند کې د افغانستان سفارت د نوي ډیلي د نه همکارۍ له امله په رسمي ډول وتړل شو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په هند کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ (د میزان ۹ مه) خپره کړه، ویلي چې د افغانستان او هند ترمنځ د تاریخي اړیکو او اوږدمهاله همکاریو په پام کې نیولو سره یې د تړلو پرېکړه کړې ده. په هند کې د افغانستان سفارت زیاته کړه چې د کوربه حکومت له خوا د بنسټیزو مرستو نشتوالی تجربه کړی چې د خپلو دندو د موثرې اجرااتو پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلی دی. سفارت دا هم ویلي، چې د افغانستان د ګټو د خوندي کولو لپاره د اړتیا وړ هیلو او غوښتنو په پوره کولو کې خپلې نیمګړتیاوې مني، چې د هند د ډیپلوماټیک ملاتړ نشتوالی او په کابل کې د یوه قانوني فعال حکومت نشتوالی دی.

بیشتر بخوانید:  سلطان حسین بایقرا د افغانستان د برونزو څلورم مډال په ګټلو سره تاریخ جوړ کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x