په هندي کشمیر کې د عملیاتو پر مهال ۶ هندي پوځیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

په هندي کشمیر کې د عملیاتو پر مهال ۶ هندي پوځیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د هند دفاعي ځواکونو د هیمالیې په اړوند سیمه کې له هغې وروسته پوځي عملیات پیل کړل، چې نامعلومو بریدګرو تېره میاشت د هندي اردو پر موټر ډزې وکړې.

هندي پوځ د جمعې پر سهار په ډاګه کړې، د پوځ لټون ډله د جمعې پر سهار په یوه غرنۍ ځنګلي سیمه کې د وسله‌والو له کمین سره مخ او چاودنه پرې رامنځته شوه.

دغه راز زیاته شوې، چې په دې بريد کې دوه کسه پوځیان ووژل شول او درې نورو يې د ټپونو له کبله وروسته ساه ورکړه او یو هم ټپي دی.

نوي ډیلي پر پاکستان تور پورې کړی، چې په کشمیر کې له لسیزو راپدیخوا بغاوت ته لمن وهي.

اسلام‌آباد دا څرګندونې ردوي او وايي؛ یوازې له هغو کشمیریانو څخه، چې د خپلواکۍ غوښتونکي دي سفارتي او اخلاقي ملاتړ کوي.

د چارو شنونکیو ویلي، چې کشمیریان د بشپړې خپلواکۍ غوښتونکي دي؛ خو د اتومي وسلو لرونکي ګاونډیان ( هند او پاکستان ) پرې واکمني چلوي.

بیشتر بخوانید:  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس سره وکتل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x