د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ په هسپانیه کې د افغانستان د ښځو د درېیمې ځانګړې ناستې پر مهال، یو شمېر د بشري حقونو مدافعانو او د مدني ټولنې فعالانو د طالبانو د مشرانو د نیولو غوښتنه وکړه.
د ناستې ګډونوالو د افغانستان د بشري حقونو ناوړه وضعیت ته، په ځانګړي ډول پر ښځو او انجونو د سختو محدودیتونو ته په اشارې، ټینګار وکړ چې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني باید د نړیوالې جزایي محکمې د حکم له مخې ونیول سي.
هغوی وویل چې د طالبانو د نظام هغه کړنې چې د ښځو پر وړاندې ترسره کېږي، لکه د زدهکړې، کار او په عامه ژوند کې د ګډون منع کول، د بشریت پر ضد جنایت بلل کېږي، او د دې ډلې د مشرانو حسابورکونه د عدالت د ټینګښت او په افغانستان کې د معافیت د پای ته رسولو لپاره یو ضروري ګام دی.
په ناسته کې ګډونوالو د نړۍ له دولتونو وغوښتل چې که د طالبانو مشران درېیمو هېوادونو ته سفر کوي، نو خپلو نړیوالو حقوقي ژمنو ته دې ژمن پاتې سي، هغوی دې ونیسي او نړیوالې محکمې ته دې وسپاري.
په هسپانیه کې د افغانستان د ښځو ځانګړې ناسته، د هغو نړیوالو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د بحراني وضعیت په اړه د نړۍ پام رااړول دي.



