په هسپانیا کې د طالبانو د جنایتونو د څېړلو لپاره ولسي محکمه جوړیږي

“د افغانستان د ښځو لپاره ولسي محکمه” د ښځو سره د زور زیاتی د مستند کولو او طالبان ځواب ویلو ته د اړ کولو په موخه، د میزان له ۱۶مې تر ۱۸مې نېټې پورې د هسپانیا په مادرید ښار کې ترسره کیږي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=152068
۱ اونۍ مخکی
شماره خبر 152068
منتشر شده در 4:57 ب.ظ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د ښځو ولسي محکمه د طالبانو د جنایتونو په تړاو د دوی د ځواب ویلو او د ښځو سره د زور زیاتې د منظم مستند کولو په موخه، د میزان له ۱۶مې تر ۱۸مې نېټې پورې د هسپانیا په مادرید ښار کې جوړیږي. دغه محکمه په خپل وېب‌سایټ کې د قاضیانو، څارنوالانو او د نړیوالو حقوقي متخصصینو لست خپور کړی دی. د دې محکمې په وینا، اصلي موخه یې د ښځو په وړاندې د زور زیاتې مستند کول او طالبان د خپلو کړنو په خاطر ځواب ویلو ته اړ کول دي. د دغې محکمې قاضیان، څارنوالان او متخصصین د امریکا، هند، افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه راغلي دي. په وېب‌سایټ کې لیکل سوي: «د رسمي قضايي پروسو تر څنګ، د یو بشپړونکي ولسي میکانیزم کارول چې د افغان ښځو غږ پیاوړی کړي او طالبان ځواب ویونکي کړي، خورا مهم دي.» یاده محکمه سږ کال د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو له‌خوا رامنځته سوې او موخه یې د طالبانو د جنایتونو څېړل او هغوی ته د حساب ورکولو غوښتنه ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
namayade-eruop-in-afg
د اروپایي اتحادیې استازی په کابل کې؛ اروپا له طالبانو څه غواړي؟
ژیل برتران، نن د خپل لومړي سفر په ترڅ کې کابل ته ورسېد او د طالبانو له چارواکو سره یې د نشه يي توکو پر ضد مبارزې، عمومي امنیت او د کډوالو پر موضوعاتو خبرې وکړې.
spin-boldak
د چمن – سپین بولدک دروازه یوازې د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل سوې
د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي په کندهار ولایت کې وايي، د چمن – سپین بولدک پوله یوازې د هغو کډوالو لپاره پرانیستل سوې ده چې بېرته افغانستان ته راګرځي، خو د مسافرو او سوداګریز تګ راتګ لا هم بند دی.
russia
تاجیکستان ته د پوتین سفر د سیمې او افغانستان پر تحولاتو تمرکز لري
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکتوبر په نهمه نېټه تاجیکستان ته سفر کوي ترڅو له امامعلي رحمان، خپل سیال سره وګوري او د سیمې د تحولاتو، په ځانګړې توګه افغانستان، او د امنیتي همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
طالبان: اوربند د پاکستان په غوښتنه ټینګ سو
۷ ساعتونه مخکی
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د میزان24)
۷ ساعتونه مخکی
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنج شنبه، د میزان 24
۷ ساعتونه مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
پاکستاني رسنۍ: اسلام‌آباد نور د طالبانو ملاتړ نه کوي
۱ ورځ مخکی
پاکستان: په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو کمپونه ژر تر ژره تړل کېږي
۱ ورځ مخکی
سراج‌الدین حقاني: هېڅ سالم عقل باور نه‌ درلود چې طالبان به بریالي سي
۱ ورځ مخکی
طالبانو په افغانستان کې د لومړني «DNA» لابراتوار د پرانېستې خبر ورکړ
۱ ورځ مخکی
فوزیه کوفي: خلیلزاد د افغانستان د جمهوری نظام د ړنګېدو اصلي عامل وو
۱ ورځ مخکی
گزارش و مصاحبه
طالبان و آزمون دشوار مهار تروریسم در افغانستان
طالبان در آزمون دشوار مهار تروریزم، نه‌تنها با تهدیدهای داخلی و حملات مرزی روبه‌رو هستند، بلکه زیر ذره‌بین قدرت‌های منطقه‌ای و جهانی نیز قرار دارند. تا زمانی که گروه‌های تروریستی در خاک افغانستان فعال‌اند و روابط کابل با همسایگان پرتنش باقی بماند، ادعای ثبات و امنیت بیشتر شبیه شعار است تا واقعیت.
۴ ورځې مخکی
6:59 ب.ظ
قطع اینترنت در افغانستان؛ نشانه بحران درونی طالبان یا تلاش برای خاموش کردن صداها؟
دربرنامه «فانوس» تلویزیون معمار، رامش سالمی کارشناس سیاسی، قطع سراسری ارتباطات در افغانستان را اقدامی هدفمند برای مهار آزادی بیان و پنهان‌سازی بحران‌های داخلی طالبان دانست.
۲ اونۍ مخکی
1:28 ب.ظ
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۲ اونۍ مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۳ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۴ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۱ میاشت مخکی
1:27 ب.ظ