په هسپانیا کې د افغانستان سفارت هم له طالبانو سره اړیکه نیولې ده

په هسپانیا کې د افغانستان سفارت هم له طالبانو سره اړیکه نیولې ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هسپانیا په مادرید کې د افغانستان سفارت په یوه بیانیه کې چې تېره شپه (جمعه د میزان ۱۴مه) خپره شوه ویلي چې دا د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو استازیتوب کوي. په دې اعلامیه کې په هسپانیا کې د افغانستان اتباعو ته په خطاب کې راغلي: “تاسو ګرانو هېوادوالو ته د غوره او پر وخت قونسلګرۍ خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ستونزو د حل په موخه؛ دا سفارت په قونسلګرۍ کارونو کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره اړیکه لري او د قونسلګرۍ د چارو د اسنادو تصدیق لیکونه د معمول په څیر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته استول کیږي.

بیشتر بخوانید:  مولوي عبدالکبير:اسلامي امارت وړتيا ته په کتو، له تبعیض پرته ټولو کادرونو ته د خدمت زمینه برابروي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x