په هرات کې د قومونو د یووالي او پیوستون په موخه ستره غونډه جوړه شوه

په هرات کې د قومونو د یووالي او پیوستون په موخه ستره غونډه جوړه شوه

د معمار آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د قومونو ترمنځ د یووالي او پیوستون غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې اسلامي امارت په ټول توان هڅه کوي، څو په ټولو برخو کې هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

ورته مهال د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار وویل، چې په افغانستان کې مېشت ټول قومونه سره ورونه دي.

اخوا دیني عالمانو او د غونډې ګډونوالو د اسلامي امارت له نظام څخه د خپل ملاتړ د اعلان تر څنګ وویل، چې په هېواد کې مېشت ټول قومونه باید لاسونه سره یو کړي او یو د بل منلو لپاره کار وکړي.

هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د قومونو د یووالي او پیوستون په موخه غونډې جوړې شوې وې.

بیشتر بخوانید:  په افغانستان کې د وینې ورکولو نړیواله ورځ او ننګونې یې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x